top of page
Search

د پېغمبر (ص) څلور ياران

  • essaonlineofficial
  • Feb 19, 2019
  • 2 min read

Updated: Feb 19, 2019

يوه ورځ رسول الله ﷺ د حضرت علي رضى الله عنه کره ولاړ، هغه مبارک ورته په يو روښانه او ځلېدونکي لوښي کې شات راوړل ، خو په شاتو کې يو نرى ويښته هم پروت و. رسول الله ﷺ چې په هغه لوښي کې ويښته وليد ؛ نو ويې فرمايل: په دې روښانه لوښي، خوږو شاتو او په شاتو کې ويښته د دريو پټو رازونو څرګندويي کوي. ايا تاسې پوهيږى چې دغه رازونه به څه وي؟ په دغه وخت کې ابوبکر صديق او عمر فاروق رضى الله عنهما هم له رسول الله ﷺ سره ناست وو. ابوبکر صديق رضى الله عنه ځواب ورکړ : د مٶمن زړه له دغه راڼه او ځلېدونکي لوښي څخه هم زيات روښانه دى او مومن له دغو شاتو څخه زيات خوږ دى او مومن ته تر وروستى سلګۍ پورې د ايمان ساتل له دغه نري ويښته نه هم باريکه خبره ده. عمر رضى الله عنه وفرمايل: يا رسول الله ﷺ واکمني له دغه روښان لوښي څخه هم زياته ځلا لري او واکمني چلول تر دې شاتو هم خوږه ده، خو په واکمنۍ کې عدل ساتل تر دې نري ويښته هم باريکه خبره ده. علي رضى الله عنه عرض وکړ: يارسول الله ﷺ! مېلمه تر دې روښانه لوښي څخه هم زياته ځلا لري او د مېلمه په پالنه کې تر دې شاتو هم زيات خوږلت پروت وي ؛ خو د مېلمه د زړه خوښ ساتل تر دې نري ويښته هم باريک کار دى. بيا سيده فاطمې رضى الله عنه عرض وکړ: په ښځه کې حيا تر دې روښانه لوښي څخه هم زيات ځلېدونکى جوهر دى او د ښځې لپاره پر خپل مخ نقاب اچول تر دې شاتو هم زيات خوږوالى لري؛ خو د ښځې لپاره نامحرم ته نه کتل تر دې ويښته هم باريک کار دى. بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د الله تعالى معرفت او پېژندنه تر دې روښانه لوښي څخه هم زياته روښانه ده او د الله جل جلاله له معرفت څخه ځان خبرول تر دې شاتو هم خواږه دي؛ خو د الله جل جلاله پېژندنه په خپل زړه کې د تل لپاره ساتل تر دې نري ويښته هم زيات باريک کار دى. په دغه وخت کې جبرائيل عليه السلام هم حاضر شو او عرض يې وکړ: اى رسول الله ! د الله تعالى لار تر دې ځلېدونکي لوښي څخه هم زياته روښانه ده او په دغه لار تلل تر دې شاتو هم خواږه دي؛ خو د الله جل جلاله پر لاره قايم پاتې کېدل تر دې نري ويښته هم زيات باريک کار دى. #جرس طيب بدري



ree


 
 
 

Comments


Post: Blog2_Post

+1 (832) 323-3231

©2019 by Essa Online. Proudly created with Wix.com

bottom of page